CRI Online

ليو يان دونګ د بريټانيا له صدراعظمې تريسا مې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-06 09:04:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دسمبر په پنځمه نېټه د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ په لندن کې د بريټانيا له صدراعظمې تريسا مې سره وکتل.

ليو يان دونګ وويل چې روان کال د چين او بريټانياترمنځ د سفيرانو په کچه د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی .د روان کال په جولای کې رئيس شي جين پينګ د المان په هام بورګ کې له صدراعظمې تريسا مې سره ملاقات کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختيايي لوری روښانه شوی دی .په برياليتوب سره د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس تر سره کېدنې د چين او بريټانيا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک زيات کړی او د يوکمربند او يوې لارې وړانديز د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره نوی فرصت برابر کړی دی .

تريسا مې د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس د برياليتوب له امله چين ته مبارکي وويله او هيله لري چې له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ او ديالوګ وساتي او د ښوونې، علومواو تخنيک، نوښت ، کلتور او ښځو په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای