د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د دسمبر په ۵مه نېټه د م م د چاپيريال ساتنې پروګرام اعلان وکړ چې د چين د سيحانبا د ځنګلونو فارم کارکوونکو د ۲۰۱۷ کال د م م د چاپيريال د ساتنې په برخه کې تر ټولو لوړه جايزه يعنې د ځمکنې کرې د ساتونکې جايزه وکټله.
پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۵مې نېټې تر غرمې وروسته په ۶ بجو د م م د چاپيريال د ساتنې پروګرام په نايروبي کې د م م د چاپيريال د ۳مې دورې غونډې په ترڅ کې يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه چې په کې ياده جايزه اعلان شوې.
د ياد فارم مشر ليو های اينګ وويل چې دغه جايزه له ۵۰ کلونو راهيسې د سايهان با د ځنګلونو فارم د کارکوونکو د سختو کارونو لپاره تصديق او هڅونه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |