د سينهوا اژانس د خبر له مخې د لبنان صدراعظم سعد حريري د روانې مياشتې په پنځمه نېټه خپله استعفا بېرته واخيسته .په همدې ورځ د دې هېواد ولسمشرميچل اوون د کابينې د يوې ځانګړې غونډې مشري وکړه چې دا د تېرې مياشتې په څلورمه نېټه په سعودي عربستان کې له دندې څخه د حريري د استعفا له اعلانېدو راهيسې په دې هېواد کې د کابينې له خوا تر سره شوې لومړۍ غونډه ده.
د دې هېواد کابينې تر غونډې وروسته په يوه اعلاميه کې ويلي چې د صدراعظم حريري د يادې کړنې هر کلی کوي.د کابينې د غونډې نه مخکې ولسمشر اوون له حريري سره په جمهوري ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |