د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پناه وړونکو او کډوالو د چارو وزارت د دسمبر په ۵ مه نېټه اعلاميه خپره کړه چې دوی په وروستيو ورځو کې له سوريې څخه نږدې درې زره هغه کډوال چې له جګړو څخه تښتېدلي و، بېرته ستانه کوي.
په دې اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې د عراق پناه وړونکو او کډوالو د چارو وزارت له ترانسپورټ وزارت سره د همکارۍ له لارې په بريالۍ توګه ۲۸۰۰ عراقيان بېرته راستانه کړي دي چې د سوريې په شمال ختيځ الهساکه ولايت په يو کمپ کې اوسېدلی او اوس د موصل په جنوب کې يو کمپ کې پرځای شوي دي.
برسېره پردې، د عراق پناه وړونکو او کډوالو د چارو وزارت د سوريې له شمالي ازاز سيمې څخه ۱۸۲ عراقيان بېرته راستانه دي. تر اوسه پورې دوی د عراق په شمالي دوحوک ولايت په يو کمپ کې پر ځای شوي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |