د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې په نړۍ کې د چين ساخت لومړۍ ځيرکه بېړۍ د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په شانګهای کې په رسمي توګه په کار لوېدلې چې دا په نړۍ کې د للويدد بېړيو ټولنې له خوا منل شوې لومړۍ ځيرکه بېړۍ هم ده.ور څخه ښکاري چې د چين د ځيرکو بېړيو د جوړولو تخنيک په نړۍ کې مخکښې سويې ته رسېدلی دی.
ياده بېړۍ چې اوږدوالی يې يو سل نهه اويا متره، پلنوالی يې دوه دېرش متره او جګوالی يې پنځلس متره دی ،د چين د بېړيو د صنعتي ډله ييز شرکت له خوا ډيزاين شوی ده .(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |