CRI Online

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د سولې خبرې اترې دوام لري

cri     (GMT+08:00) 2017-12-06 14:30:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د سولې خبرې اترې د تېرې اوونۍ په پای کې تر ځنډېدو وروسته د روانې مياشتې په پنځمه نېټه ادامه پيدا کړه.په همدې ورځ د دې مسئلې په هکله د م م ځانګړي استازي سټفن ډميستورا د سوريې د مخالفينو له پلاوي سره خبرې اترې وکړې.

د م م د پلان له مخې ګډون کوونکو استازو د تېرې اوونۍ په پای کې په لنډمهالي توګه دغه خبرې اترې ځنډولې وې چې د سوريې حکومتي پلاوي د خپل دريځ د همغږۍ لپاره بېرته دمشق ته ستون شو.له دې نه مخکې م م ويلي و چې د اټکل له مخې به سوري حکومتي پلاوی د دسمبر په پنځمه نېټه ژنيو ته ورسيږي او د سولې خبرو اترو ته به دوام ور کړي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای