د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه خبريال د چين د سوداګريزو الوتکو له شرکت څخه خبر اخيستی چې د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک د پولي کرايې محدود شرکت دC919 په نوم د لويو الوتکو د اخيستلو لپاره د چين د سوداګريزو الوتکو له محدود شرکت سره چوکاټي تړون لاسليک کړی چې له امله يې د دغه ډول الوتکې د سپارښتنو شمېر اووه سوه پنځه اتيا ته رسيدلی دی .
دغه ډول الوتکه چې په پوره توګه د نړيوالو هوايي مقرراتو له مخې د چين ساخت ده،د پوهنې بشپړ ملکيت حق لرونکې لويه ملکي الوتکه ده او د روان کال د مې په پنځمه نېټه يې په شانګهای کې په برياليتوب سره خپله لومړۍ دنده تر سره کړه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |