د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سره صليب نړيوالې ټولنې د منځني ختيځ چارو مسئول روبيرټ مارديني د روانې مياشتې په پنځمه نېټه په انټرنټي ويبپاڼه کې وويل چې د يمن په پلازمينه صعنا کې د پوځي شخړو له امله دوه سوه څلور دېرش تنه مړه او شاوخوا څلور سوه تنه نور ټپيان شوي چې په دې جمله کې يې درې سوه درې اتيا تنه سخت ټپيان شوي دي.
نوموړي په تويټر کې ويلي چې د سره صليب نړيوالې ټولنې تر خپلې وسې پورې په ځايي سيمه کې درمل،طبي تجهيزات او سون مواد برابر کړی او کوي يې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |