CRI Online

شي جين پينګ د فورچون په نوم د ګوانګجو سږني نړيوال فورم ته يو پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-06 14:56:42

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د دولت رييس شی جين پينګ له دې امله چې د فورچون په نوم سږنی نړيوال فورم د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د چين په ګوانګجو ښار کې پرانيستل شو، يو تبريکيه پيغام کې ليکلي چې د چين خلاصه شوې دروازه نه بنديږی او يوازی او يوازی به نوره هم خلاصه شی ، دغه راز د اداره کولو شرايط به يې نور هم خلاص ، راڼه او معياري وي . شی جين پينګ په پيغام کې زياته کړه چې د چين د کمونست ګوند په تازه جوړ شوي نولسم ملی کانګرس کې په نوی زمانه کې د چينی خصوصيت لرونکی سوسياليزم په هکله عملياتی پروګرام او پرمختيايي پلان ټاکل شوی دی . موږ به د وګړو په محور د پرمختيا په نظريې باندی ټينګار وکړو ، اصلاحات به ژور کړو ، د يو کمربند او يوې لارې د تګلارې د تطبيق لپاره به زياته هڅه وکړو څو چې د هراړخيز خلاصون نوی چوکاټ رامنځته شی . شی جين پينګ وويل د چين اقتصاد به په راتلونکی اوږده موده کې ښه اينده ولری ، چين د نړۍ ګڼ شمير تصديو هر کلی کوی چې په چين کې پانګونه وکړی . ياد سږنی فورم عمده موضوع : خلاص او نوښت دی ترڅو د اقتصاد نوی چوکاټ جوړ شی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای