د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا تر مشرۍ لاندې د نړيوالې ترهګرۍ ضد اتحاد د دسمبر په ۵مه نېټه وويل، چې تر اوسه پورې په عراق او سوريې کې هم نږدې درې زره داعش ډلې ولسوال پاتې دي.
د نړيوالې ترهګرۍ پر ضد اتحاد وياند ران ديلون په ټويټر کې وويل، چې د اټکل له مخې له درې زره څخه لږ داعش ډلې ولسوال پاتې دي. دوی لا هم خطر پېښولای شي، خو موږ به تل له خپلو ملګرو سره يو ځای دوی ته ماتې ورکړو.
ديلون وويل، چې ياد اتحاد تر اوسه پورې په عراق کې ۱۲۵زره امينتي ځواکونو په روزلو کې مرسته کړې ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |