د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريټانيا پوليسو د دسمبر په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې پر صدراعظمې تيريسا مې د ځان وژونکي بريد دسيسه شنډه شوې او ۲ شکمن کسان نيول شوي دي.
د لندن د پوليسو ادارې په وينا د ترهګرۍ پر ضد څانګې د تېر نومبر په ۲۸مه نېټه په جلا جلا توګه د لندن په شمال او د بيرمينګهام په جنوب ختيځ کې ۲ شکمن کسان نيولي دي.
د بريټانيا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د پوليسو په اند ياد ۲ کسانو نيت درلود چې د ډونينګ سړک ۱۰ نمبر د صدراعظمي په ماڼۍ کې د ساده چاوديدونکو توکو په وسيله بريد وکړي او د ګډوډۍ په حال کې صدراعظمه تيريسا مې په چاقو ووهي.
د بريټانيا د امنيتي چارو د ادارې مسؤل اندرو پارکر د روانې مياشتې په ۵مه نېټه کابينې ته د يادې دسيسې اړوند معلومات ورکړل.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |