CRI Online

د سيحانبا په نوم د ځنګلونو فارم د م م په چوکاټ کې د چاپيريال ساتنې په اړه تر ټولو لوړه جايزه تر لاسه کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-06 16:32:01

د ګردې کرې د ساتونکي جايزه د م م په چوکاټ کې د چاپيريال په اړه تر ټولو معتدره جايزه ده. د ۲۰۱۷ کال د ګردې کرې ساتونکي جايزه د دسمبر په پنځمه نېټه د چاپيريال ساتنې په اړوند د م م په غونډه کې د چين د هه بي ولايت د سيحانبا په نوم د ځنګلونو فارم په ګډون شپږو ډلو او يا شخصيتونو ته ورکړل شوې ده.

په چين کې د سيحانبا په نوم د ځنګلونو فارم له دې امله چې د دې فارم کارکوونکو د خپلو کوششونو له لارې له زوال شويو ځمکو څخه په ابادو ځمکو بدل کړی ، په روان کال کې د هڅې او عمل په هدف دوهمه جايزه وګټله .

درې اويا کلنې اغلې چن يان شيان، د فارم مشر درې پنځوس کلن ليو های اين او اته ديرش کلن کارکوونکی يو شه تاو د ياد فارم د دريو نسلونو کارکوونکو په استازيتوب جايزه واخيستله ، اغلې چن د فارم د ټولو کارکوونکو په استازيتوب يوه وينا وکړه.

پنځه پنځوس کاله مخکې موږ درې سوو نهه شپيته تنه چې منځنی عمر مو له څليرويشتو کالو څخه هم کم و ، د سيحانبا فارم ته ورغللو او و مو ليدل چې فارم بالکل يو بيابان او شاړ و . په تيره نيمه پيړۍ کې مو يوازی د نيالګيو کينولو يو کار وکړ څو چې بيابان په سمسور فارم بدل شی. نن ورځ موږ په دې وياړ يو چې زموږ فارم اباد او تک شين فارم دی .

د م م د سرمنشي مرستيال او د م م د چاپيريال پروګرام اجرائيوي منشي عيريک سولهيم وويل چې د سيحانبا د ځنګلونو په فارم کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. (اواز)

نړۍ د ځنګلو او نباتاتو بيا کرنې او روزنې ته اړتيا لري او زيات ځايونه بايد شنه کړای شي. د سيحانبا فارم د ابادۍ له لارې دا انګېزه اخيستل شوی چې د دريو نسلونو کارکوونکو دکوښښونو له لارې ډېر ځنګلونه بيا اباد او روزل شوی. دا د فارم کارکوونکو او د چين د شمال يو ستر برياليتوب دی، دغه راز به د نړۍ د نورو هېوادونو هڅونه وکړي.

د چاپيريال ساتنې په اړه د م م په درېيمه غونډه کې کې ګډون کوونکو د سيحانبا فارم د کيسې په هکله جدي احساسات لري. د چاپيريال ساتنې په برخه کې د برازيل کارپوه مارسيلو فورتادو وويل د ځنګلونو روزنه د کرنې په پرتله ستونزمن کار دی. د سيحانبا فارم د ابادولو تجربې د اخيستلو وړ دي. (اواز)

د سيحانبا په فارم کې د ځنګلونو د مساحت او د فارم د ابادولو په بهير کې د ځنګلونو د روزنې د پوهنې په هکله زه فکر کوم چې دا د نورو هېوادونو لپاره د اخيستلو وړ تجربې دې. څرنګه چې د ځنګلونو د بيا ابادۍ په ترڅ کې د ونو کرل هغومره ستونزمن کار نه دی، خو په مسلسلو څو کلونو کې د دغو ونو روزل زحمت ته اړتيا لري او ساده نه دي چې دا د فارم يو برياليتوب دی.

اغلې چنګ چيان چې د چاپيريال ساتنې سازمان تر مشرۍ لاندې د شنې سولې په کار لاس پوري کوي، د سيحانبا فارم ته يې سفر کړی دی. هغې وويل (اواز)

زما په اند دواملرونکي پرمختګ بايد د هر هېواد د واقعي حالت له مخې يوې هراړخيزې لايحې ته اړتيا لري چې طبيعي سرچينې او د ځايي ټولنې او اقتصاد پرمختګ حالت بايد تر فکر لاندې ونيول شي. د دغه فارم د ابادۍ په ترڅ کې هرې خوا په لس ګونو کلونو کې د سيحانبا فارم د پرمختګ ملاتړ کړی او کوي دي او په پيل کې يوازي ځنګل کرلي، اوس د دواملرونکي پرمختګ شکل ته ډېر پاملرنه ورکول کيږي. څرنګه چې بايد له ځايي پرمختګ سره يو ځايښت شي او د هر ځای د پرمختګ لپاره انګيزه برابريږي.

د م م د چاپيريال پروګرام اجرائيوي منشي عيريک سولهيم د سيحانبا فارم له دې کيسې سره ډېره علاقه لري او ويې ويل چې دی به په راتلونکې کال کې دغه ځای له نژدې څخه وګوري. (اواز)

زه غواړم چې په راتلونکې کې د سيحانبا فارم ته سفر وکړم چې په هکله مې ډېر اوريدلی، خو په خپله کتل به لا ډېر ښه وي. زه ډېره خوشحاله يم چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ايکلوژيکي تمدن شعار وړاندی کړ او دغه شعار به په ټوله نړۍ کې خپور شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای