د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د بيت المقدس د مقام مسئله يوه حساسه مسئله ده، نو بېلا بېلې خواوې بايد د دې سيمې د سولې او امنيت د ساتلو په هکله په احتياط سره عمل وکړي او بايد د حالاتو د ترينګتيا د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.
د يو خبر له مخې، د امريکا يو لوړ پوړي چارواکي په قول، امکان شته چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په شپږمه نېټه اعلان وکړي چې امريکا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس مقام مني، خو په اسرائيلو کې د امريکا د سفارت د انتقال پلان به شپږ مياشتې وځنډېږي. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، چين تل د منځني ختيځ له سوله ييز جريان، د ملي حقه حقوقو د بيا اعاده کېدو په اړه د فلسطينيانو له چارو او د ۱۹۶۷م کال د سرحد پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه د خپلواک فلسطين له جوړولو څخه ملاتړ کوي. چين له بېلا بېلو خواوو څخه غواړي چې د م م د اړوندو پريکړه ليکونو سره سم د خبرو اترو له لارې توپيرونه لرې کړي او سيمه ييزه سوله وساتي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |