CRI Online

چين د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د هغو هېوادونو د ګډون هر کلی کوي چې له چين سره ګډ نظرونه او هيلې لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-06 17:36:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين دې ته پاملرنه کړې چې په تېرو څو ورځو کې د جاپان مختلفو خواوو د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د ګډون په اړه مثبتې رويې څرګندې کړې وې. چين غواړي د جاپان په شمول له مختلفو خواوو سره يو ځای د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اصولو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو لپاره همغږې هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې،څو ورځې مخکې د چيني او جاپاني تصديو د خاوندانو او پخوانيو لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ درېيمې خبرې اترې پای ته ورسېدې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې دې ته اشاره کړې ده چې د اساسي تاسيساتو ابادي ډېره مهمه ده او بېلا بېلې خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې نژدې همکارۍ وکړي. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، چې يو کمربند او يوه لاره خلاص پلان دی، نو چين په دغه پلان کې د هغو هېوادونو د ګډون هر کلی کوي چې له چين سره ګډ نظرونه او هيلې لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای