CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ پر ضد انټرنېټي ګډ تمرين يو ځل بيا په چين کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-06 20:28:43

سينهوا اژانس خبر ورکړ، د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ پر ضد د سيمه ييزې شورا د اړوندې پرېکړې له مخې، د ياد سازمان د ۲۰۱۷ کال شيامن په نوم د ترهګرۍ پر ضد انټرنېټي ګډ تمرين د ديسمبر په ۶مه نېټه د فوجيان ولايت په شيامن ښار کې تر سره شو. د دې سازمان د ۸ غړيو هېوادونو هيئتونو او د ترهګرۍ ضد د سيمه ييز سازمان د اجرايي کميټې هيئت پکې ګډون کړی و.

د نوموړي تمرين عمومي قومندان يفجيني سيسويف، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد د سيمه ييز سازمان د اجرايي کميټې مشر هم دی، وويل، په شانګهای همکارۍ سازمان کې د هند او پاکستان ګډون کول د دې سازمان لپاره ګټور دي. دا لومړی ځل و چېد شانګهای همکارۍ سازمان ۸ غړيو هېوادونو په ګډه توګه د ترهګرۍ ضد په سيمه ييز تمرين کې ګډون کړی و. په دې تمرين کې د بېلابېلو هېوادونو د ترهګرۍ، بېلتون او افراطيت پر ضد ټينګه اراده او عملي توان څرګند شوی چې دا د نړيوال او سيمه ييز وضيعت د ستونزو د فعال حل لپاره مهم ارزښت لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای