د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په شپږمه نېټه بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه وپېژانده. د فلسطين، اردن، مصر په ګډون د منځنۍ ختيځ اړوندو هېوادونو او عرب ليګ په دې اړه وويل، ښايي دا د خطرناکو نتيجو سبب وګرځي.
د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند احمد عبدالغيت د پنځمې نيټې په شپه وويل، فلسطين د امريکا له دې پرېکړې سره ټينګ مخالفت کوي چې په اسرائيلو کې د امريکا لوی سفارت له تيل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال شي، ځکه چې دا به د منځني ختيځ په امنيت او ثبات ناوړه اغېزه واچوي.
د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼې وياند ابراهيم کالين وويل، د ترکيې ولسمشر اردوغان په پنځمه نېټه خبرداری ورکړ چې ګواکي د امريکا دغه پرېکړه د ترکيې او اسرائيلو تر منځ د اړيکو د پرې کولو سبب به وګرځي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په شپږمه نېټه د امريکا د دې پرېکړې سخته غندنه وکړه.
د اردن پاچا په پنځمه نېټه له ټرمپ سره په ټليفوني خبرو کې وويل، د بيت المقدس مسئله د منځني ختيځ د سولې د ثبات کليدي عنصر دی. دغه پرېکړه نه يوازې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سولې د رامنځته کېدو لپاره د امريکا لخوا د تر سره شويو کوښښونو د بې ځايه تللو سبب ګرځېدلې، بلکې د نړۍ مسلمانان خپه کوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |