د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په شپږمه نېټه د دولتي شورا په نوبتي غونډه کې د حکومتي چارو په اړه د مالوماتي سيستمونو د يو ځای او شريک کولو کار د چټکولو حکم وکړ، څو چې لا اسان او چټک حکومتي خدمتونه خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.
په دې غونډه کې يې دې ته اشاره وکړه، چې د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا، د چين بېلا بېل ځايي حکومتونه او يو اويا دولتي ادارې د هېواد د حکومتي چارو په ويبپاڼو کې شاملې وې. د اعتبار او نفوسو په اړه مالومات د بېلا بېلو ادارو، ځايونو او ټولنو لخوا شريک شوي دي. په راتلونکې کې به د حکومت لخوا د عامو شمېرنو برابرولو کار ته پام ورکړی شي، يو ځای شوي حکومتي مالومات به ژر تر ژره او د اړوندو قوانينو سره سم ټولنې ته وړاندې شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |