CRI Online

اروپايي ټولنې د امريکا لخوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس پر پېژندلو باندې سخت غبرګون ښودلی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 10:23:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسيو په اړه د اروپايي ټولنې لوړپوړې استازې فيدريکا مغريني د دسمبر د شپږمې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا لخوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس پر پېژندلو باندې سخت غبرګون وښود.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې د خبرو اترو له لارې د بيت المقدس د مقام مسئلې حل و فصل د اروپايي ټولنې نه بدلېدونکی دريځ دی. اروپايي ټولنه به په پر له پسې ډول د بيت المقدس په اړه د امنيت شورا د څلور سوه او اته اويايم پرېکړه ليک درناوی وکړي، بېلا بېلې خواوې دې د اوسنيو حالاتو د سختېدو د مخنيوي لپاره سړه سينه وساتي. اروپايي ټولنه د بيت المقدس د مقام د اخري حل و فصل بهير ملاتړ کړی او په پر له پسې ډول به د فلسطين، اسرائيلو او نورو نړيوالو ملګرو سره تماسونه ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای