CRI Online

په تعليمي چارو د پانګونو په اړه لومړی د هېواد په کچه صندوق به جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 10:32:19

د چين د تعليم ټلويزيون او د جيانګ سو ولايت د فينيکس د خپرونې او مطبعې شرکت د دسمبر په شپږمه نېټه په نان جينګ ښار کې د تړون په لاسليکولو سره پرېکړه وکړه چې په تعليمي چارو د پانګونو په اړه لومړی د هېواد په کچه صندوق جوړ کړي.

د مالوماتو له مخې، دغه د لس مليارډو يوانو په ارزښت صندوق به د ځايي حکومتونو مرستو په ملګرتيا په بېلا بېلو ساحو او سيمو کې د تعليمي چارو د پرمختګ او يو ځای کېدو لپاره لارښونکی رول ولوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای