د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د چاپيريال درېيمه ستره غونډه د دسمبر په شپږمه نېټه د کنيا په پلامينه نايروبي کې پای ته ورسېده. د غونډې برخوالو د چټکو او لويه پيمانه عملياتو د نيولو له لارې د ککړتيا د مخنيوي، د انساني روغتيا او د چاپيريال د ساتنې غوښتنه وکړه.
برخوالو ژمنه وکړه چې ګډون کوونکې خواوې به د چاپيريال ساتنې د تخنيکونو د پرمختګ، د ځانګړو عملياتو په نيولو سره د هوايي، ځمکني او اوبو د ککړتيا د مخنيوي او د دوامدار ژوند د هڅونې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |