CRI Online

امريکا بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه په رسميت پېژني

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 11:02:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په ۶مه نېټه وويل چې بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينه ده او په اسرائيلو کې د امريکا سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د نقل بهير به پيل شي. نړيواله ټولنه دا انديښنه لري چې دغه عمل به په منځني ختيځ کې ناثباتۍ عوامل رامنځته کړي.

ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ يوه ټلويزيوني وينا کې وويل دغه پريکړه د واقعي حالت يوه پيژندنه ده او د امريکا له ګټو سره سمون لري. هغه وويل امريکا به د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د خبرو اترو بهير هڅونه وکړي او د دوو هېوادونو په هکله د دواړو خواوو لخوا د منل شوې لايحې ملاتړ کوي. هغه وويل چې د ولسمشر مرستيال ميک پنس به په راتلونکو څو ورځو کې منځني ختيځ ته سفر وکړي او په دغه سيمه کې ملګرو ته له راديکاليزم سره د مبارزې ټينګ هوډ بيا تکرار کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جلا جلا توکه د فلسطين، اردن، سعودي عربستان او مصر له مشرانو سره ټليفوني خبرې وکړې او ورته يې وويل چې امريکا به د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس مقام وپيژني. دغو هېوادونو ټولو دا غبرګونونه ښودلي چې دغه عمل به د خطرناکو نتيجو سبب شي او د فلسطين او اسرائيلو سوله ايز بهير ته به زيانونه ورسوي او د منځني ختيځ ناثباتۍ امکانات به زيات کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای