د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ټرمپ د دسمبر په ۶مه نېټه وويل، چې بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت پېژني. د م م سرمنشي ګوټرېس په همدې ورځ وويل چې د ټولو هغو يواړخيزو عملياتو مخالفت به وکړو چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سوله ييز بهير لپاره ګټور نه وي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ په ځايي وخت ۶مه نېټه وويل چې بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه پېژني او په اسرائيلو کې د امريکا سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته نقلول پيل کړي. د م م سرمنشي ګوټرېس په ټينګار سره څرګنده کړه چې دواړه خواوې ژر تر ژره بېرته د سولې خبرو اترو ور وګرڅي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |