CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس د شيځانګ پلاوي له امريکا څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 11:28:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شيځانګ د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د منشي مرستيال دانځنګلانګجي په مشرۍ د ملي ولسي کانګرس د شيځانګ پلاوي د دسمبر له ۲مې نيټې څخه تر ۶مې نيټې پوري له امريکا څخه ليدنه وکړه. دغه پلاوي په بوستون کې د چيني اوسيدونکو، محصلينو او شيځانګانو له استازو سره خبرې اترې وکړې او له اړوندو سياسي مشرانو سره يې کتنې وکړې.

دانځنګلانګجي وويل د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه لږه موده مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چين څخه بريالې ليدنه وکړه او دواړو خواوو د چين او امريکا تر منځ د اړيکو او د ګډو علاقې وړ مسئلو په هکله د پراخو نظريو موافقو ته ورسيد چې په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پرمختګ ته نوي قوي رسولی دی. دغه سفر د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې نظريې عملي کول او د دواړو هېوادونو د تقنيني ارګانونو تر منځ د تګ راتګ پياوړتيا لپاره مشخص تدبير دي.

دانځنګلانګجي په عمده توګه د چين د ملي ولسي کانګرس د ميکانيزم او په قومي خودمختارو سيمو کې د شيځانګ د تطبيق حالت په هکله مالومات ورکړل او هيله يې څرګنده کړه چې امريکايي خوا په خپله شيځانګ ته سفر وکړي او د دغه ځای په هکله ريښتني مالومات تر لاسه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای