CRI Online

شي جين پينګ د جنوب او جنوب ترمنځ د بشري حقوقو لومړي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 15:45:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د دسمبر په ۷مه نېټه د جنوب او جنوب ترمنځ د بشري حقوقو لومړی فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دې فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.هغه پر دې ټينګار وکړ چې په ګردې نړۍ کې د بشري حقوقو چارو پرمختګ د پرمختيايي هېوادونو له ګډو کوښښونو سره تړاو لري.هيله ده چې نړيواله ټولنه به د عادلانه،پرانيستې او ټولنيزې روحيې پر بنسټ د پرمختيايي هېوادونو د خلکو هيلو درناوی وکړي څو د انسانانو ګډه سمسورتيا او پرمختګ رامنځته شي.

رئيس شي وويل چې د چين د کمونېست ګوند او حکومت د خلکو په مرکزيت د پرمختګ مفکوره پلې کوي ،د خلکو ګټې تر هر څه او ټولو لوړې دي او د چينايانو د بېلا بېلو بنسټيزو حقونو سويه په پر له پسې توګه لوړه شوې ده.

ياد فورم د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر او د بهرنيو چارو د وزارت له خوا جوړ شو.د ۷۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه د پاسه ۳۰۰ چارواکو او کارپوهانو په کې ګډون کړی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای