د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د دسمبر په ۷مه نېټه د چين د لوېديځو جنګي سيمو د ګډ درستيز قوماندان د جګړې ادارې مرستيال جانګ شوی لي وويل چې په دې وروستيو ورځو کې د هند يوه بې پيلوټه الوتکه د چين هوايي قلمرو ته تر ننوتلو وروسته ولوېدله. د هند دغه عمل د چين د خاورو پر حاکميت تېری دی ،موږ له دې سره ټينګ مخالفت او غندنه يې کوو.
د چين سرحدي ځواکونو په مسلکي او مسؤلانه رويه د يادې الوتکې په اړه پلټنه وکړه.موږ به په جدي توګه خپلې دندې پلې کړو او په ټينګه سره به د هېواد حاکميت او امنيت وساتو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |