CRI Online

چين او بريټانيا د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د همکارۍ ستراتيژي لاسليک کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 15:48:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د دسمبر په ۶مه نېټه چين او بريټانيا په رسمي توګه د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريزه ستراتيژي لاسليک کړه.له دې څخه څرګندېږي چې له ۴۰ کلونو راهيسې د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ بنسټ نوی مرحلې ته ننوتلی دی.

په همدې ورځ د چين د صدراعظم د مرستيالې ليو يان دونګ په حضور سره د دواړو خواوو استازو په لندن کې ياده ستراتيژي لاسليک کړه.د دې ستراتيژۍ له لارې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ چوکاټ جوړ شوی .د بريټانيا د علمي چارو وزير وويل چې د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت د بريټانيا د راتلونکي پرمختګ کلي ده.ياده ستراتيژي د چين او بريټانيا ترمنځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او د نړيوالو ننګونو د حل لپاره خوځنده ځواک برابر کړی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای