CRI Online

ډونلد ترمپ بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه منلی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 16:03:53

د منځني ختيځ او اروپايي ملګرو د مخالفت پر وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ د دسمبر په شپږمه نېټه بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه ومانه چې په پايله کې د ولسمشرۍ ټاکنې په سيالۍ کې کړې ژمنه پوره شوه،خو د ده د دغې کړنې له امله نه يوازې د دې مسئلې په هکله د امريکا په تګلاره کې بدلونونه راغلي دي بلکې د بيت المقدس په هکله د نړيوالې ټولنې ګډو نظريو ته زيانونه رسيدلي او د منځني ختيځ په حالت کې ناثابتۍ عوامل زيات شوی دی .

(اواز...........) اوس په رسمي توګه منم چې بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينه ده.

ترمپ د روانې مياشتې د شپږمې نيټې تر غرمۍ وروسته په يوه بجه په سپينې ماڼۍ کې د بيت امقدس مقام په هکله وينا وکړه او ويې ويل چې يوازې حقيقت مې منلی دی .خو د دې ترڅنګ هغه هم پر دې ټينګار وکړ چې امريکا لاهم د دوو هېوادونو له لايحې څخه ملاتړ کوي.هغه وويل(اواز..........)د بيت المقدس د وروستي مقام په هکله هېڅ دريځ نه لرو ،د بېلګي په توګه د بيت المقدس په هکله د اسرائيلو د حاکميت مشخص چوکاټ او د هغو سرحدي مسئلو حل وفصل چې پکې جنجالونه شته دي.د دغو مسئلو حل وفصل له اړوندو خواوو سره تړاو لري.امريکا به په دوامداره توګه د منلو وړ د سولې تړون د لاسليکېدو لپاره هڅه وکړي.که دواړه خواوې د دوو هېوادونو پر لايحې موافقه وکړي، نو ا مريکا به ور څخه ملاتړ وکړي.

ټرمپ هم اعلان کړی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به په اسرائيلو کې د امريکا سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي ،خو د امريکا يو لوړ پوړي چارواکي ويلي چې ور پسې به ټرمپ د دولتي امنيتي ګټو په پلمه د دې سفارت د انتقال د ځنډېدو امر لاسليک کړي ،نو دا معنی لري چې د دغه سفارت د انتقالولو کارونه ښايي سمدلاسه پيل نه شي.

په نړۍ کې د دريو لويو مذهبونو د مقدس ځای په توګه د بيت المقدس وروستی مقام د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو کليدي مسئله ده.اسرائيلو په ١٩٦٧ کال کې ختيځ بيت المقدس ونيوه او په ١٩٨٠ کال کې يې د قانون په جوړولو سره په يوه اړخيزه توګه اعلان کړی و چې ګرد بيت ا لمقدس د دوی دايمی او نه جلاکېدونکې پلازمينه ده.د دې ترڅنګ فلسطين غوښتنه وکړه چې د ختيځ بيت المقدس په مرکز يو خپلواک هېواد جوړ کړي .نړيواله ټولنه غوښتنه کوي چې د خبرو اترو له لارې دې د بيت المقدس د مقام مسئله حل شي. تر اوسه پورې هېڅ يو کوم هېواد په بيت المقدس کې خپل سفارت نه دی جوړ کړی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير تيلسون د روانې مياشتې په شپږمه نېټه تائيد کړی چې د بيت المقدس مسئلې په هکله د ټرمپ څرګندونې بايد په جدي توګه تر غور لاندې ونيول شي.هغه وويل(اواز............) ولسمشر ټرمپ د منځني ختيځ د سوله ييز بهير د پرمخبيولو لپاره ډېره هڅه کوي . موږ دا نظر لرو چې دا په دې سيمه کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره يو ښه فرصت دی.

تېره مياشت د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په منځني ختيځ کې د دې هېواد ديپلوماتيکو اورګانونو ته خبرداری ور کړی و چې د امريکا پرضد د احتمالي فعاليتونو د تر سره کېدو مخنيوی وکړي.د امريکايي خبري رسنيو خبر ور کړ چې د امريکا د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د بيت المقدس مقام د مسئلې په هکله د نظر توپيرونه شته دي چې ځيني يې د ټرمپ له يادې پرېکړې سره مخالفت کوي او نور يې ور څخه ملاتړ کوي.

په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ وويل چې د بيت المقدس مسئله پيچلی او حساسه ده.اړوندې خواوې بايد د دې سيمې سولې او ارامتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.چين له دې څخه ملاتړ کوي چې په ١٩٦٧ کال کې د سرحدي کرښې پربنسټ د ختيځ بيت المقدس په مرکز يو حاکميت لرونکی خپلواک فلسطين هېواد دې جوړ شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای