CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي: چين به پر چيني ځانګړتيالرونکې بشري حقه لاره ټينګار وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 17:07:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په اوومه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پرمختيايي هېوادونو د بشري حقوقو د لومړي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې وويل، چې د نوي چين له جوړېدو راهيسې، د چين خلکو د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د پرمختګ د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي چې د بشريت په تاريخ کې ساری نه لري، او د عصري کېدو په اړه د ختيځې خوا لاره يې پرانيستلې ده. چين د بشري حق چارو په ساحه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې هم تر لاسه کړې دي او کليدي ټکی پر چيني ځانګړتيالرونکې بشري حقه لاره ټينګار کول دي.

وزير وانګ يي وويل، دا لاره د چين د حالاتو له مخې د خلکو پر مرکزيت د پرمختګ په موخه د قانون سره سم او د ورخلاصون په رڼا کې پرانيستلې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای