CRI Online

شي جين پينګ د مالديو له ولسمشر عبدالله يامين سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 20:39:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په اوومه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د مالديو له ولسمشر عبدالله يامين سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شي جين پينګ وويل، چې مالديو د چين په شاوخوا سيمه کې پروت دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوۍ دوستي شته. په تېرو پنځه څلوېښتو کلونو کې دواړو هېوادونو د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د مرکزي مسئلو او د ګډو علاقې وړ مسئلو په برخو کې يو د بل څخه ملاتړ کړی دی او دوه اړخيزې اړيکې ټينګې شوې دي. په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د چټک پرمختګ په حال کې وې او دوه اړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې هم ټينګې شوې دي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز چې زما لخوا وړاندې شوی، د مالديو د پرمختګ له ستراتيژۍ سره سمون خوري. چين په يو کمربند او يوې لارې کې د ګډون په اړه د مالديو د مثبتې رويې ستاينه کوي او مالديو په يوويشتمې پيړۍ کې د ورېښمو سمندري لارې د ابادۍ په اړه د چين مهم ملګری هم دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای