CRI Online

شي جین بینګ د چین او سویس ترمنځ د سیلانۍ کال د پاي مراسمو ته د مبارکۍ پیغام ولیږه 

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 08:31:46
شي جین بینګ د چین او سویس ترمنځ د سیلانۍ کال د پاي مراسمو ته د مبارکۍ پیغام ولیږه 

د چین او سویس ترمنځ د سیلانۍ کال فعالیت د روانې میاشتې په ۷ نېټه د سویس په لاوساني کې پاي ته ورسید. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د پاي مراسمو ته د مبارکۍ پیغام ولیږه.

شي جین پینګ وویل چې دغه فعالیت زما او د سویس د فدرالي رئیسې لویتهاډ د ګډې پریکړې له مخې جوړ شوی دی. له یو کال راهیسي دواړو خواوو د دې فرصت له لارې رنګارنګ فعالیتونه ترسره کړي دي او په بیلابیلو برخو کې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ متقابله پیژندنه پیاوړی شوې ده.

شي جین پینګ زیاته کړه چې د خلکو ګډون او ملاتړ د چین او سویس د اړیکو د پرمختګ مهم بنسټ دی. هیله ده چې د دغه فعالیت پر اساس خپلمنځي همکاري پراخې او ټینګې شي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای