CRI Online

د چين او بريټانيا ترمنځ د لوړې کچې کلتوري تبادلې ميکانيزم پنځمه غونډه په لندن کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 09:06:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ او د بريټانيا د روغتيايي چارو وزير جريمي هانټ د روانې مياشتې په اوومه نېټه په لندن کې په ګډه سره د چين او بريټانيا ترمنځ د لوړې کچې کلتوري تبادلې ميکانيزم د پنځمې غونډې مشري وکړه.

ليو يان دونګ وويل چې روان کال د چين او بريټانيا ترمنځ د سفيرانو په کچه د ديپلوماتيکو اړيکو له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی .د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژۍ تر لارښوونې لاندې د چين او بريټانيا ترمنځ اړيکې طلايي زمانې ته رسيدلې او ستر پرمختګونه موندلي دي.د چين او بريټانيا ترمنځ د لوړې کچې کلتوري تبادلې ميکانيزم د جوړېدو له پنځو کلونو راهيسې دواړو خواوو د ښوونې،علومو او تخنيک، کلتور،روغتيا، سپورټ او سيلانۍ په شمول ډېرو برخو کې پنځوس همکاريز تړونونه لاسليک کړي او دوه اويا همکاريزې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي دي.

هانټ وويل چې بريټانيا هيله لري د دواړو خواوو ترمنځ په کلتوري تبادله کې د لازياتو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره له چين سره ګډې هلې ځلې وکړي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای