CRI Online

د فلسطين خلکو پر امريکا له دې امله احتجاج وکړ چې بيت المقدس يې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه ومانه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 09:07:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين خلکو د روانې مياشتې په اوومه نېټه په ختيځ بيت المقدس،د اردن سيند په لويديځه غاړه او غزه کې د امريکا هغه پرېکړه وغندله او احتجاج يې وکړ چې ولسمشر ترمپ د چهارشنبې په ورځ بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه ومانه.

خبريالانو د بيت المقدس په زړه ښاري سيمه کې داسې حالت ليدلی چې د فلسطينيانو له خوا جوړ شوي دوکانونه تړل شوي او څو سوه تنو فلسطينيانو د اسرائيلو د پوځي پوليسو تر څارنې لاندې د دمشق په نوم دروازې ته نژدې سيمه کې لاريون وکړ.د دې ترڅنګ د اردن سيند په لويديځه غاړه او غزه کې لاريونونه هم وشول.

د فلسطين د حماس غورځنګ مشر اسمعيل هنيه په همدې ورځ وويل چې د ٢٠١٧ کال د دسمبر اتمه نېټه به له خپګان څخه ډکه ورځ وي او د لوی قيام پيل به وي .دغه لوی قيام به د بيت المقدس او اردن سيند د لويديځې غاړې د ازادۍ قيام په توګه وبولم.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای