د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په اوومه نېټه د پاکستان د سند ايالت په ساحلي سيمه کې د يوې بېړۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه پنځلس تنه مړه او شاوخوا شل تنه نور ژغورل شوي دي.
پاکستاني خبري رسنيو خبر ور کړ چې د ياد ايالت د ځايي پوليسو په وينا په دې بېړۍ کې پنځوس تنه سپاره وو چې غوښتل يې چې په يوه ټاپو کې په يوه مذهبي فعاليت کې ګډون وکړي .
تر دې پېښې وروسته ځايي پوليسو،ژغورونکو او خلکو د پېښې په ځای کې د ژغورنې کارونه تر سره کړي چې تر اوسه پورې د ژغورنې کارونه لاهم روان دي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |