CRI Online

د روسيې ولسمشر پوتين د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي جانګ يوو شيا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 09:30:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشرولاديمير پوتين د روانې مياشتې په اوومه نېټه په مسکو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چين د مرکزي پوځي کميټې د رئيس مرستيال جانګ يوو شيا سره وکتل.جانګ يوو شيا تر هر څه لومړی ولسمشر پوتين ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.ولسمشر پوتين ور څخه مننه څرګنده کړه اود ښاغلي جانګ له لارې يې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه  وويل.

پوتين وويل چې له چين سره اړيکې له بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو په برخه کې د روسيې مهم ټکی دی .روسيه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړي ستراتيژيکې همکارۍ لوړه ارزونه کوي.دواړه خواوې بايد خپلمنځي همغږي پياوړې کړي تر څو په ګډه سره نړيوال او سيمه ييزه سوله او ثبات وساتل شي.

جاينګ يوو شيا وويل چې چين غواړي چې د دواړو هېوادونو له ګډو نظريو سره سم له روسيې سره يو له بل څخه ملاتړ وکړي او په ګډه سره دې د دواړو هېوادونو امنيتي ګټې او نړيواله سوله او ثبات وساتي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای