د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د بشري حقونو لومړی فورم چې عمده موضوع يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادول يعنې د بشري حقونو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې نوی فرصت دی ، د دسمبر په اوومه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.د پيرو د عدليې پخوانۍ وزيره ماريا سوليداد پريز تيلو رودرګيوز زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی دی او تل د نورو هېوادونو د حاکميت درناوی کوي او له نورو پرمختيايي هېوادونو سره يو ځای د دواملرونکی پرمختګ او د بشري حقونون د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي تر څو يوه عادلانه، ازاده او قانونی همغږې نړۍ رامنځته شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |