CRI Online

قطر او فرانسې څو ملیارډه یورو پوځي تړون لاسلیک کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 10:19:27
قطر او فرانسې څو ملیارډه یورو پوځي تړون لاسلیک کړی دی

د روانې میاشتې په ۷ مه نېټه قطر او فرانسې څه دپاسه لس ملیارډه یورو تړونونه لاسلیک کړي دي چې له دې جملې څخه د پوځي تړون ارزښت څو ملیارډه یورو ته رسیدلی دی او فرانسه به یې له مخې پر قطر جنګي الوتکې او زره پوښ موټرونه وپلوري.

د فرانسې ولسمشر ماکرون چې اوس له قطر څخه لیدنه کوي، په همدې ورځ وویل چې فرانسې او قطر د ښوونې روزنې، کلتور ترانسپورټ او پوځ په بیلابیلو برخو کې یو لړ تړونونه لاسلیک کړي دي چې عمومي ارزښت ۱۲ ملیارډه یورو ته رسیدلی دی. ماکرون وویل چې له دغو تړونونو څخه څرګندیږي چې د فرانسې او قطر دوه اړخیزې اړیکې ثابتې دي.

ماکرون د قطر له امیر تمیم بن حمد التثاني سره د خلیج د دېپلوماتیک بحران او د منځني ختیز د اوضاعو په اړه د نظریو تبادله وکړه. ماکرون د امریکا د ولسمشر هغه عمل غندنه وکړه چې د اسرائیلو د پایتخت په توګه یې بیت المقدس اعلان کړی دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای