د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ١٣ م پنځه کلن پلان په موده کې د لمريزې انرژۍ په وسيله د دې سيمې د برېښنا توليدولو او د اړوندو چارو د پرمختګ په هکله پلان خپور کړ چې له مخې به يې له حکومتي غوښتنې او بازاري اړتياوو سره سم د لمريزې انرژۍ په وسيله لوی برېښناکوټونه او برېښنا ليږدوونکې اډې جوړې شي.
د دې پلان له مخې سيمه ييز حکومت به د لمريزې انرژۍ په وسيله د لويو برېښناکوټونو د ابادۍ لپاره خپل ګامونه چټک کړي او د دې ترڅنګ په دې برخه کې به ځينې نمونوي پروژې پلې شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |