د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د چين د ترانسپورټي چارو وزارت د شين ترانسپورټي پرمختګ د پرمخبيولو په هکله سند خپور کړ چې له مخې به يې تر ٢٠٢٠ کاله پورې په ابتدايي توګه هغه شين ترانسپورټي سيستم بشپړ شي چې جوړښت به يې ښه وي او پکې پاکه انرژيکارول کيږي او د کاربون د خپرولو کچه به يې ډېره ټيټه وي.تر ٢٠٣٥کاله پورې په چين کې هغه نوی ترانسپورټي پرمختيايي جوړښت جوړ شي چې د سرچينو او د ژوند او توليد له چاپيريال سره به سمون ولري.
په دې سند کې راغلي چې په ٢٠٢٠ کال کې به په مهمو شنو ترانسپورټي برخو کې ډېر پرمختګونه وموندل شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |