د روسیې د دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د سوریې ټولې خاورې د ترهګرو له منګلو نه ژغورل شوي دي او په سوریه کې د ترهګرۍ پر ضد د روسي ځواکونو دنده پاي ته ورسیده. په دغه اعلامیه کې هم ویل شوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د سوریې حکومتي پوځ د روسیې هوايي ځواکونو په مرستو سره په دیرایزور ولایت کې د داعش وروستۍ اډې له منځه وړي دي او یوفراتیس سیند په لویدیځه غاړه یې ځیني استوګنځایونه هم پاک شوي دي. تر اوسه ویل کیږي چې په سوریه کې ټولې علاقه دارۍ او استوګنځایونه له ترهګرو پاک شوي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |