د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د ملي دفاع پوځ د دسمبر د اوومې نيټې په شپه خبر ورکړ چې په همدې ورځ حماس پر اسرائيلو باندې څو دانې راکټونه وتوغول، نو په همدې شپه د اسرائيلو ځواکونو د ټانکونو او جنګي الوتکو په وسيله د غزې په شمال کې د حماس د القاسام لوا په دوو پوستو باندې بريدونه وکړل.
په همدې ورځ د حماس قوماندان نصير صالح الدين خبري رسنيو ته وويل، چې د راکټونو په وسيله پر اسرائيلو باندې د دې پړاو بريد د بيت المقدس په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پريکړې ته لومړنی ځواب دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |