د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هيتر ناويرټ د دسمبر په ۸مه نېټه وويل چې امريکا به د منځنۍ فاصلې لرونکي توغنديو له تړون څخه د روسيې سرغوړنې ته پام وکړي او ښايي د ځواب ورکولو لپاره به منځنۍ فاصلې لرونکي توغندي ځای پر ځای کړي.
د روانې مياشتې ۸مه نېټه د ياد تړون د لاسليکېدو له ۳۰مې کاليزې سره برابره ده. ناويرټ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ،که څه هم امريکا څو ځلې روسيې ته احتجاج کړی ،خو روسيې له امريکا سره د خبرو اترو غوښتنه رد کړه.هغه زياته کړه چې امريکا به په پر له پسې توګه له ديپلوماټيکه لارې د دې مسئلې د حل لپاره کوښښ وکړي
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |