د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د دسمبر د ۸مې نېټې تر غرمې وروسته د هېواد د سترو شمېرو ستراتيژي د زده کړې لپاره دوهمه ناسته تر سره کړه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د سترو شمېرو پرمختګ بايد چټک شي.موږ بايد په پوره توګه د سترو شمېرو د پرمختګ حالت او پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د اغېزې په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړو او د ډيجيټل چين د ابادولو بهير چټک کړو څو د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره خدمتونه وکړو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو بېلا بېلو غړو د رئيس شي وينا واورېده او ور سره بحث وکړ.
رئيس شي وويل چې سترې شمېرنې د معلوماتو د پرمختګ نوي پړاو دی،بايد د سترو شمېرو د تخنيکي چارو د نوښت د پرمختګ لپاره کوښښ وکړو او د ډيجيټل اقتصاد ته پرمختګ ورکړو.هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد د سترو شمېرو له لارې د هېواد د عصري کېدو د ادارې سويه او د خلکو ژوندانه سويه لوړه کړو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |