د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيا،فرانسې،ايټاليا او سويدن په ګډون د م م په امنيت شورا کې د اروپايي ټولنې د ۴ هېوادونو او جرمني استازو د دسمبر په ۸مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا له هغه عمل سره مخالفت کړی چې بيت المقدس يې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه ومانه،دغه عمل د منځني ختيځ د سوله ييز بهير لپاره ګټه نه لري.
د يادو ۵ هېوادونو استازو په امنيت شورا کې د بيت المقدس مسئلې په اړه تر يوې بيړنۍ غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې په کې ويل شوې چې د امريکا پرېکړه د امنيت شورا د پرېکړه ليک له روحيې سره سمون نه خوري او د سيمه ييزې سولې او راتلونکې لپاره ګټوره نه ده.د بيت المقدس مسئلې بايد د فلسطين او اسرائيلو له خوا د خبرو اترو له لارې حل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |