CRI Online

د څو هېوادونو خلکو په دې نسبت لاريونونه تر سره کړل چې امريکا بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه په رسميت پيژني

cri     (GMT+08:00) 2017-12-09 19:57:15

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په ۶مه نېټه بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه په رسميت پيژندلی او په اسرائيلو کې به خپل سفارت له تيل ويو څخه بيت المقدس ته نقل کړي. نړيوالې ټولنې له دغه عمل سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او په فلسطين، ايران، سودان او ترکيې کې د پدې پړاو لاريونونه تر سره شوي دي.

د فلسطين د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، د اردن سيند په لويديځه غاړه او غزي کې د اجتجاج څو فعاليتونه تر سره شوي چې په غزه کې دوه فلسطينيان له اسرائيلي پوځ سره په نښته کې ووژل شول. د اسرائيلو د ملي دفاع پوځ د دسمپر په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په همدې ورځ شاو خوا ۴۵۰۰ فلسطينيان په غزي کې لاريونونه وکړل چې شاو خوا دري زرو تنو د اردن سيند په لويديځه غاړه ځينو ښارونو کې لاريونونه کړي دي.

د سودان، ايران، ترکيې، مصر، اردن، تونيس او عراق په شمول هېوادونو کې لاريونونه تر سره شوي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای