CRI Online

د امنيت شورا څوارلس هېوادونه په دې ناخوښ دي چې امريکا بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينې په توګه په رسميت پېژني

cri     (GMT+08:00) 2017-12-09 20:01:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د دسمبر په ۸مه نېټه يوه ځانګړې غونډه تر سره کړه چې په کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس د پيژندلو په هکله بحث وشو. د امريکا نه پرته د امنيت شورا نورو څلورو دايمي غړيو او لسو غير دايمي غړيو د امريکا د دغه عمل په هکله ناخوښي څرګنده کړه او په منځني ختيځ کې يې د حالاتو ترينګلتيا په هکله انديښنه وښوده.

په غونډه کې د منځني ختيځ د سوله ايز بهير په هکله د م م د ځانګړي همغږي کوونکي نيکولاي ملادينوف لخوا اړوند حالت واوريدل شوي. هغه وويل هره يوه اړخيزه پريکړه چې د بيت المقدس حيثيت او مقام بدل کړي، د سولې لپاره اوسنيو کوښښونو ته به زيانونه ورسوي او امکان شته چې سيمه ايز حالات به د ترينګلتيا له پټو خطرونو سره مخامخ شي.

په م م کې د چين دايمي استازي وو های تاو وويل د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې مرکزي ټکی دی او د دغې سيمې د سرچينې مسئله ده. چين د بيت المقدس د مقم په اړه دغې چارې ته ډېره پاملرنه کوي او ويې ويل چې هره يوه خوا چې د بيت المقدس د مقام بدلو نيت لري، د فلسطين مسئلې د حلولو بنسټ ته منفي اغيزې ورسوي او په دغه سيمه کې به نوې لانجې ته سبب شي. موږ له اړوندو خواوو څخه غوښټنه کوو چې د منځني ختيځ د سولې او امنيت له لحاظه د هغو فعاليتونو مخه ونيسو چې د حالاتو خړپړتيا او پيچليتوب به رامنځته کوي.

په م م کې د روسي دايمي استازي واسيلي نيبينزيا وويل د بيت لمقدس مسئله بايد د خبرو اترو له لارې حل شي او د دغې مسئلې په هکله د امريکا دريځ به د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د اړيکو پيچيلتيا ته سبب شي. روسيه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د خطرناکو فعاليتونو مخه ونيسي.

برسيره پر دې د بريتانيا، فرانسي، سويدن، مصر، بوليويا، اتوپيا،ايتالي، جاپان، قزاقستان، اوکراين او ځينو هېوادونو استازو په خپلو ويناوو کې د امريکا په دغه عمل ناخوښې څرګنده کړه.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای