طد سين هوا اژانس د خبر له مخې،د عراق پوځ د دسمبر په ۹مه نېټه اعلان وکړ چې حکومتي ځواکونو د داعش له خوا ټولې نيول شوې ځمکې ازادې کړې.حکومتي ځواکونو په پوره توګه د عراق او سوريې سرحدي سيمې کنټرول کړی.
د عراق د ګډو عملياتو قوماندان عبدلعمر يعرالله په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حکومتي ځواکونو او شعيه ملېشو د روانې مياشتې په ۹مه نېټه په پوره توګه د عراق او سوريې سرحدي سيمې کنټرول کړی.هغه زياته کړه چې له دې څخه څرګندېږي چې د عراق حکومتي ځواکونو د داعش له خوا ټولې نيول شوې ځمکې ازادې کړې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |