د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو د وزير مرستيال سيرګي ريابکوف د دسمبر په ۹مه نېټه وويل، روسيې يو ځل بيا امريکا ته خبرداری ورکړی چې د منځنۍ فاصلې لرونکي توغنديو له تړون څخه سرغړونه به د وسلو کنټرول او د ذروي وسلو د نه خپرېدو نظام ته زيان ورسوي،امريکا بايد خپلې دندې پلې کړي.
ريابکوف په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت په ويبپاڼه کې وويل چې روسيه په جدي توګه ياد تړون پلی کوي. که امريکا ياد تړون پلې نه کړي،روسيه به د ولسمشر ولاديمير پوټين له حکم سره سم اړوند ځواب ورکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |