د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م د سياسي چارو د سرمنشي مرستيال جيفري فېلتمان د دسمبر په ۹مه نېټه خبري رسنيو ته له شمالي کوريا څخه د ليدنې په اړه معلومات ورکړل.هغه وويل چې بايد په بيړنۍ توګه د کوريا د ټاپووزمې ترينګلی حالات ارام شي، د ډيپلوماتيکو لارو چارو په وسيله د دې مسئلې حلول ستر اهميت لري.
د روانې مياشتې په ۸مه نېټه له شمالي کوريا څخه د فېلتمان ۴ ورځنۍ ليدنه پای ته ورسېده.هغه د روانې مياشتې له ۵مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو له وزير ري يونګ هو او د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال پاک ميونګ ګوک سره د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه پراخ بحث وکړ او د کوريا د ټاپووزمې مسئلې په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.
دا له ۶ کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د سرمنشي د مرستيال په کچه د م م لوړپوړی چارواکی له شمالي کوريا څخه ليدنه کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |