د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بلاروس د بهرنيو چارو وزارت وياند دميتري ميرونچيک د دسمبر په ۹مه نېټه وويل چې د روسيې،جرمني،فرانسې او اوکراين د مشرانو استازو په همدې ورځ د بلاروس په پلازمينه مينسک کې يوه پټه غونډه تر سره کړه چې د اوکراين د ختيځې سيمې د اوضاعو په اړه يې بحث وکړ.
ياده غونډه څه نا څه ۴ ساعتو ته دوام درلود.بېلا بېلو خواوو په عمده توګه د اسيرانو د تبادلې په ګډون د اوکراين د ختيځې سيمې د اوضاعو په اړه خبرې اترې وکړې.ښايي د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه د اوکراين مسئلې په اړه درې اړخيز ګروپ په مينسک کې د راتلونکو خبرو اترو په ترڅ کې د اسيرانو د تبادلې وخت اعلان کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |