CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان د پانګونې د اسان کيدو په اړه د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د غړو په يوه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-12-11 08:55:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د دسمبر د لسمې نېټې په سهار د وزيرانو په کچه د نړيوالې سوداګرۍ سازمان د يوولسمې دورې د غونډې په ترڅ کې د چين د سوداګرۍ وزير چونګ شان د پانګونې د اسان کېدو په اړه د وزيرانو د سهارنۍ ډوډۍ په غونډه کې ګډون او يوه وينا يې وکړه چې دغه غونډه د چين له خوا جوړه شوې. د نړيوالې سوداګرۍ سازمان عمومي مدير روبرټو ازيويدو او د دې سازمان د شپږ شپيتو غړو هېوادونو استازو په دې غونډه کې ګډون او ويناوې وکړې.

ښاغلي چونګ شان په خپله وينا کې وويل، چين به له څو اړخيز تجارتي ميکانيزم څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د ورخلاصون په بڼه د نړيوال اقتصاد ابادي به وهڅوي. رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کوي چې چين به د سوداګرۍ او پانګونې د اسان کېدو او ازادېدو لپاره د لوړې سويې تګلارې غوره کړي او بازارونو ته به پر ننوتنې محدودونه کم کړي.

چونګ شان وويل، چين د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ غوښتنه کوي او چيني تصدۍ هڅوي چې په بهر کې پانګونه وکړي. چين به د ورخلاصون دروازه لا خلاصه کړي او د نړيوالې سوداګرۍ سازمان له غړو څخه غوښتنه کوي چې د نړيوالې پانګونې د اسانتياوو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای